برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل حکومت پلاوی سره خبرې نه کوو

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبانو د کابل ګډ حکومت هغه ادعا رد کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر په مکررو غوښتنو يې د مقدماتي خبرو لپاره يو پلاوی دوحې ته لېږلی دی
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي رسنيو ته ويلي، د طالبانو د مکررو غوښتنو له امله حکومت د قطر پلازمېنې دوحې ته پنځه کسيز پلاوی لېږلی، تر څو له طالبانو سره مقدماتي خبرې وکړي، خو طالبانو دا څرګندونې رد کړي دي
د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، دوی له کابل حکومت څخه کومه غوښتنه نه ده کړې او که امريکا بلنه ورکړي وي، دوی ترې نه دي خبر او نه به هم ورسره خبرې وکړي
ښاغلي شاهين زياته کړې، چې له امريکا سره د شوې هوکړې پر اساس مخکې ځي، سبا شنبه د فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيليږي، خو د مذاکراتو تر پيل مخکې به د باور جوړونې فضا رامنځته کيږي
د ښاغلي شاهين په وينا د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي او دوی به هم زر حکومتي عسکر خوشې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي