برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل حکومت خپل شرم په «پاکستانيو جنرالانو» پټوي

آریانانیوز: طالب ویاند د هغه تورونو په اړه یو ځل بیا سپیناوی کړی چې ګویا د طالبانو په لیکو کې پاکستانیان جنګیږي.


شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو په غزني ولایت برید وکړ او کابو له ټول ښار نه یې په څو شپو کې د حکومت د واکمنۍ لمن ورغونډه کړه او ښار د طالبانو په لاس شبه سقوط شو.
د جګړې نه وروسته له تمې سره سم حکومتي چارواکو په جګړه کې د پاکستانيانو د ښکیلتیا ادعا وکړه چې وروسته یې دغه ادعا تر «عسکرۍ» او بیا د «جنرالۍ» تر بریده ورسېده.
د غزني والي (وحیدالله کلیمزي) خو دا هم ورزیاته کړه چې په جګړه کې د وژل شوو «پاکستانیو جنرالانو دریشي ګانې» یې ګوتو ته ورغلي دي. خو په څرګندونو کې يې دا پوښتنه بې ځوابه وه، چې پاکستاني جنرالان د کوم مصلحت پراساس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له «نظامي یونیفورم» سره پراته دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومتي چارواکو دغه څرګندونې د «بزدله دښمن پروپاګند» ګڼلی او ویلي یې دي چې د غزني جګړې ابتکار او عمل دواړه د طالبانو خپل وو او «الهي نصرت او د خلکو ملاتړ» یې لاملونه وو.
نوموړی زیاتوي:
«دغه جګړه تر پردو هیوادونو پورې تړل یا په جګړه کې د هغوی د جسدونو بې ثبوته ادعاوې هغه څه دي چې د کابل ادارې امنیتي ارګانونه غواړي خپل شرم او خجالت پرې پټ کړي».
د ښاغلي مجاهد په باور، که څه هم حکومت د پاکستاني جنرالانو په جسدونو خپل شرم پټوي، خو په وینا یې غزني ته د پاکستانیو جنرالانو رارسیدل د حکومت لپاره پخپله د شرم او خجالت ځای دی.
«که د امریکايي اشغالګرو او ناټو ځواکنو په شتون کې او د نړۍ د پرمختللې تکنالوژۍ سره سره بیا هم کوم بل هیواد کولای شي چې تر غزني پورې راورسیږي، عسکر راولیږي یا يې جنرالان طرحې او پلانونه عملي کړي داخو د دښمن لپاره شرمونکی خبره ده چې باید د کابل اداره سر ترپایه پرې خجالت وباسي».
طالب ویاند ‌ټینګار کوي چې د غزني په جګړه کې د هیڅ پاکستاني جسد چا نه دی لیدلی او نه یې هم پاکستان ته د جسدونو د انتقال ثبوت شته.
د غزني جګړې نه وروسته د ټولنیزو رسنیو حکومتي فعالانو د یو پنجابي عسکر انځور له دې ادعا سره لاس په لاس کاوه، چې ګویا په غزني کې وژل شوی. خو دوه ورځې مخکې د انځور څښتن پاکستانی عسکر په یو ویډیويي کلیپ کې راڅرګند شو، د خپل ژوند په اړه یې ډاډ ورکړ او په غزني کې یې د خپل جنګي مشارکت افسانه دروغ وبلله.
ښاغلي مجاهد په خپلې اعلامیه کې جعلي انځورونو ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې په جعلي انځورونو او ویډیوګانو استناد کول ښيي چې «د کابل اداره له څومره کمزورۍ او لارورکۍ سره مخ ده».
نوموړي ویلي چې افغان ولس د «اشغالګرو او کورنیو تالي څټو مزدورانو» په وړاندې په ناڅیزو وسائلو او قوي ایمان جنګیږي او د «ولس افتخارات او لاسته راوړنې پردیو جهتونو ته منسوبول ملي او تاریخي خیانت دی».
د یادونې وړ ده چې د تېر لوی اختر نه یوه ورځ وړاندې طالبانو د لسګونو حکومتي عسکرو ویډیويي انځورونه خپاره کړل، چې د خوشې کیدو پرمهال هر یو په جلا-جلا ډول اعتراف کوي چې د حکومت د څرګندونو او د خپل اټکل برعکس یې د بند په ټوله موده کې له طالبانو سره هیڅ پاکستاني عسکر نه دی لیدلی او له افغان طالبانو پرته یې بل څوک نه دی ترسترګو شوی.
یاده دې وي چې افغان حکومت د تیرې یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې تل د دې خبرې مدعي پاتې شوی چې د طالبانو لیکې د پاکستانیو عسکرو له ملاتړه برخمنې دي، دغه ادعاوې په مخصوص ډول هغه مهال شدت مومي چې حکومت په جګړه کې پاتې راشي او طالبان مهم پرمختګونه وکړي، خو په دې موده کې یې تراوسه داسې ثبوت نه دی په ډاګه کړی چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستانیو عسکرو موجودیت ثابت او ولس او نړیوالو ته د قناعت وړ وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array