برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل حمله داعش له حکومتي ملاتړ پرته نه‌شي ترسره کولای

آریانانیوز: ده کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین په لمانځ غونډه باندې حمله په سختو ټکو غندل شوې او بېلابېل غبرګونونه یې راپارولي.


د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» په یوه خبري ناسته کې وویل، که څه هم داعش په دا ډول حملو کې په لاس درلودلو تورنېږي، خو له حکومتي ملاتړ پرته یې نه‌شي ترسره کولای.
ښاغلي محقق زیاته کړه:
“زه دغه مغرضانه تروریستي حمله، په سختو ټکو غندم، په عموم کې دغه ډول حملې په داعش پسې تړل کېږي او داعش ډله د افغانستان په داخل کې له لاس لرلو او ملاتړ پرته دغه کار نه‌شي کولای، دا ټول یا د دولت په کمزورتیا او یا د هغوی ملاتړ ته ور ګرځي، په حساسو شرایطو کې دولت له یو شمېر کړیو سره په هم‌غږي د خپلو سیاسي رقیبانو په وړاندې ورنه استفاده کوي.”په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین لمانځل کېده چې په‌کې پخواني افغان لسمشر حامدکرزي او یو شمېر افغان سیاستوالو ګډون کړی و چې وسله‌واله حمله پرې وشوه.
د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخېستی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پېښې له ځایه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته درې مړي او ۲۲ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي ور وړل شوي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست دغه حمله غندي او د محقق څرګندونې یې افغان حکومت، ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپکاوی بللی.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري خبري رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي:
“د ښاغلي محقق څرګندونې د ژورې اندېښنې وړ دي او دا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، افغانانو او همدا شان د افغانستان اسلامي جمهوريت ته سپکاوی دی، ښاغلی محقق چې هره ادعا لري د افغانستان خلک د دې تمه لري چې د اخلاقي جرأت له مخې باید په‌دې اړه اسناد او ثبوت د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د پنجشنبې په ورځ ناوخته پای ته رسېدلې او حمله کوونکي د افغان ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

شریک یي کړئ!