برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل اوسېدونکي: د مرکزونو د نه خلاصېدو له امله د رایې له حقه بې برخې شو

آریانانیوز: د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له رایې ورکولو پاتې شوي دي، ځکه د اړونده مرکزونو مسوولینو تېره ورځ ورته ویلي و چې د تلې په ۲۹ هم رایه ورکولی شي، خو نن د رایې ورکولو مرکزونه تړلي دي.


د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني ولایتونو پرته په ټول هېواد کې پیل شوې او نن هم ځکه دوام لري چې تېره ورځ د بېلا بېلا ستونزو له امله د رایې ورکولو یو شمېر مرکزونه تړلي و.
د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې په هغو مرکزونو کې سبا ټاکنې ترسره کېږي چې تېره ورځ تړلي پاتې و.
لسګونه رایې ورکوونکي د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د عبدالشکور رشاد لېسې د رایې ورکولو مرکز مخ ته راغلي وو، خو مرکز تړلی و.
د یادو کسانو له ډلې ولید عطايي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره ورځ ۵:۳۰ بجې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو راته وویل چې مرکز تړل کېږي او تاسو کولی شئ چې سبا راشئ او رایه ورکړئ، سهار اووه بجې راغلو خو د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو راته وویل چې تېره ورځ رایې شمارل شوې او تاسو نه شی کولی چې نن رایې ورکړئ.))
نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې د یاد مرکز رایې له ناظرینو پرته شمارل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې لسګونه رایې ورکوونکو د شکایت د ثبت لپاره د فورم غوښتنه وکړه، خو د یاد مرکز مسوولینو دوی ته فورم ور نه کړ او خلکو په عادي پاڼه کې خپل شکایت تر لیکلو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ورکړ.
د بګرامۍ ولسوالۍ قومي مخور محمد جاوېد یوسفزي د نورو کسانو په استازيتوب وویل: ((که تېره ورځ موږ ته د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو نه وای ويلي چې تاسو سبا رایه ورکړئ موږ د شپې تر هره وخته چې ممکنه وای رایه ورکوله، خپله یې د خلکو پر مخ مرکز وتاړه او ویې ویل، سبا رایه ورکړئ اوس بیا وايي چې رایې شمارل شوې، موږ واک نه لرو چې مرکز خلاص کړو.))
نوموړي زیاته کړه چې په دې مرکز کې له ۷۵۰۰ څخه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې خو له دې ډلې یوازې ۱۷۰۰ کسانو رایه ورکړې ده.
هغه هم په دغه مرکز کې پر شرایطو برابرو کسانو ته د رایې ورکولو لپاره د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((که موږ ته فرصت رانه کړل شي اجازه نه ورکوو چې له دغه مرکز څخه د رایې صندقونه انتقال کړي.))
دغه ستونزه د رایې ورکولو په ځینو نورو مرکزونو کې هم موجوده ده.
د کابل ښار د کارته نو د محمد شاه مېنې د سید نور لېسې د رایې ورکولو په مرکز کې رایه ورکونکې لیلما هم وویل چې تېره ورځ د یاد مرکز مسوولینو خلکو ته وویل چې د تلې په ۲۹ مه هم په دغه مرکز کې رایه ورکولی شي.
خو هغه زیاته کړه چې نن مرکز تړلی او زیات شمېر خلک له رایې ورکولو پاتې شول.
د کابل ښار د نسوان غازي ادې لېسې د رایې ورکولو مرکز یو له هغو ۴۵ مرکزونوڅخه دی چې د ټاکنو کمېسیون په خبره نن باید په کې ټاکنې ترسره شوې وای خو دغه مرکز نن تړلی دی.
د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکي محمد علي چې په دغه مرکز کې یې نوم لیکنه کړې وویل: ((تېره ورځ تر دوولسو بجو په یاد مرکز کې ټاکنې ترسره نه شوې، نن چې راغلو ومو لیدل چې د مرکز په ښیښو د رایو پایلې لګول شوې دي.))
هغه زیاته کړه: ((کمېسیون له خلکو سره چل وکړ او صندقونه یې د خپلې خوښې نوماندانو ته ډک کړل په داسې حال کې چې زیاتره خلک ونه توانېدل چې خپله رایه وکاروي.))
د کابل ښار بل اوسېدونکي هارون چې په دغه مرکز کې یې نوم لیکنه کړې د محمد علي خبرې تايید کړې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست وویل، نن یوازې په هغو مرکزونو کې ټاکنې ترسره کېږي چې تېره ورځ بند و.
حق پرست زیاته کړه: ((هغو مرکزونو کې مو د شپې تر اتو بجو ټاکنې وغځولې چې تېره ورځ یې ستونزې درلودې او یا ناوخته خلاص شول، یاد مرکزونه نن بیا نه خلاصېږي.))
هغه وویل، په هغو مرکزونو کې چې حتی یوه رایه کارول شوې د ټاکنو ترسره کېدل درغلي ده او تر څېړنې لاندې نیول کېږي، کمېسیون هغو مرکزونو ته نن د خلاصېدو اجازه نه ده ورکړې چې تېره ورځ خلاص شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د پنځمې حوزې د شهید میرحمزه جومات د رایې ورکولو په مرکز کې تېره ورځ هم خلکو رایه ورکړه او نن هم دغه بهیر دوام لري.
د نوموړي په خبر، تېره ورځ د کابل په ګډون په ۲۲ ولایتونو کې د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله د رایې ورکولو ۴۰۱ مرکزونه تړلي وو، خو نن د یادو مرکزونو له ډلې ۲۲۳ مرکزونه خلاص شوي او د ټاکنو بهیر په کې روان دى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي