برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کابل استخباراتو د هدفي وژنو ځانګړی مدیریت افشاکول

آریانانیوز: ویوراپورپه اساس د طالبانو اړوند استخباراتو کمېسیون وایي، حکومت د دیني، ملي او سیاسي شخصیتونو او ويښ ضمیره افغانانو د ترور لپاره د نجیب د واکمنۍ ځانګړی پټ مدیریت بیاځلې فعال کړئ؛ نو ځکه نخبه افغانانو ته ښايي له ځانونو سره پام وکړي
د طالبانو د استخباراتو کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د کابل اداره د یو نوي خونړي پلان له مخې غواړي هغه نخبه، ويښ ضميره افغانان، ديني، ملي او سياسي شخصيتونه په نښه کړي چې، د ديني مکلفيت له مخې د شرعي دليلونو په رڼا کې څرګندونې کوي، د ملي ننګ او افغاني شهامت په وجه د ظلم او وحشت غندنه کوي، د انساني عاطفې له مخې د مظلومو هېوادوالو د حالت د بدلون په لار کې مشروع هلې ځلې کوي او په هېواد کې د فحشا او فساد د مخنیوي او د پردو کلتور د تپلو په اړه ملت ته د ويښتابه ذهنیت ورکوي
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د «بې دفاع مسلمانانو، ملي شخصیتونو او مخورو» تښتونې او وژنې د «یادو بشري جنایتونو» بېلګې دي او حکومت په همدې موخه د نجیب د واکمنۍ د مهال یو پټ مدیریت بیاځلې فعال کړی « د دقیقو اطلاعاتو په استناد د کابل ګوډاګی ادارې په دې وروستيو کې په اصطلاح (د ملي امنیت) په (۲۴۱) ریاست کې د ترور په خاطر پټ او ځانګړی مدیرت را منځ کړی، (نوموړی مدیرت د نجیب کمونیستي رژیم په مهال هم فعال وه) چې د امریکایي اشغال په موده کې د بشري حقوقو د ځينو سازمانانو له لوري لغوه او فعال ساتل یې بشري جـنایـت وګڼل شو، خو اوس دا دی د کابل ادارې همدا ارګان بیرته فعال کړی او له دې لارې غواړي د ظلم او وحشت پيل شوې پروژه يې جنايتونه بیا پراخ او عملي کړي
د خبرپاڼې له مخې، «کابل اداره» د خپلو حرفوي قاتلینو په مرسته غواړي مخور علماء کرام، د مساجدو ملاامامان، متدين قومي مشران، باضميره شنونکي او سياسي مبصرين، د مدرسو او عصري تعليمي مراکزو مهربانه استادان او مخلصین ترور کړي؛ نو ځکه هغوی ته ښایي د ځان ساتنې ته پاملرنه وکړي « اسلامي امارت ياد شخصیتونه د هېواد معنوي، علمي، ملي او مسلکي ارزښناکه پانګه ګڼي د همدغه احساس او خواخوږی له مخې غواړي هغوی ته خبر ورکړي چې د خپلو مشروع او مخلصانه خدمتونو او فعاليتونو په ترڅ کې، د دښمن له یادو ناځوانمردانه پلانونو څخه باخبره او د خپلو ځانونو ساتنې ته متوجه واوسي
طالبان داسې مهال دیني، ملي او سیاسي شخصیتونو د ځان ساتنې ته متوجه کوي، چې په دې وروستیو کې د یادو ځانګړتیاوو لرونکو شخصیتونو ترور زیات شوی او په تېرو څو میاشتو کې ګڼ شمېر مخور علماء او سیاسي شخصیتونه ترور شوي
څه موده وړاندې طالبانو د هغه څو کسیزې ډلې تر نیولو وروسته د هغوی اعترافونه خپاره کړل، چې ددوی له قوله، حکومت د مخورو د ترور لپاره ګمارلي وو او په پيژندل شویو شخصیتونو کې يې وحید مژده وژلی وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي