برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ښوونکود کاري اعتصاب دوام

آریانانیوز: هرات اعتصاب کونکې ښوونکي وايې، تر هغه چې یې عملآ غوښتنې ونه منل شي او د معاشونو په برخه کې یې د حکومت له خوا زیاتوالی رامینځ ته نشي اعتصاب به یې دوام ولري.



خو د هرات ولایت مقام وايې یو پلاوى به له مرکز څخه ډیر ژر هرات ته سفر وکړي او د اعتصاب کونکو ښوونکو غوښتنې به واوريدل شي.
نږدې یوه میاشت مخکې د هرات په ښوونځیو کې ښوونکو د خپلو معاشونو د نه لوړیدو له امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړ ښوونکي ښوونځیو ته ځي خو د تدریس لپاره ټولګیو ته نه خاضریږې وايې باید یې معاشات لوړ شي چې دا اعتصاب پاې ومومي.
د هرات ولایتي شورا له دې امله سخته اندیښنه لري وايې، حکومت په دې برخه کې لویه بیغوري کړي او د دې اعتصاب لوې زیان زده کونکو ته رسیږي.
په همدې حال کې د هرات والي ویاند وايې یوځل بیا به له مرکز څخه هرات ته په دې تړاو یو پلاوې راشي چې د ښوونکو غوښتني به واوریدل شي. باید وویل شي چې نیږدې شل ورځې مخکې د مشرانو جرګې پلاوې هم په دې تړاو هرات ته سفر وکړ خو یاد سفر بې پایلې وو.
ښوونکي وايې تر هغه چې یې معاشات نوي لوړ شوي او حکومت پر خپلو کړو ژمنو وفا ونکړي کاري اعتصاب به یې دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ!