برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ښار په زړه کې د پوستې قومندان وژل

کندهار ښار په زړه کې پر پولیسو غلچکی برید شوی، چې د یوې پوستې قومندان يې وژلی او یو بل پولیس يې ټپي کړی دی.


افغان اسلامي اژانس له کندهاره د کره سرچینو په حواله وايي، برید د ښار لومړۍ حوزه کې د اختر متاري زیارت ته څېرمه شوې او قومندان عبدالوهاب پکې ځای پر ځای وژل شوی دی.

قومندان عبدالوهاب د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د هدیرې پوستې قومنداني پر غاړه درلوده.

د سرچینې په وینا بریدګر په تېښته بریالی شوی او تر اوسه د پېښې مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.

طالبانو بیا د دې ولایت په ښورابک ولسوالۍ د سروچاهانو سیمه کې د اردو پر قرارګاه برید کړی او د یوې پوستې د نیولو دعوه يې کړې.

کندهار چې چې تر یوې لسیزې ډېر يې امنیه قومندان جنرال رازق پاتې شوی، د ولس او حکومت تر منځ پکې فاصله ورځ پر ورځ په پراخېدو ښکاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي