برخه -څانګه : afghanistan, fun -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ژمنۍ لوبې ( سکي) سیالۍ

آریانانیوز: دیوپراپوپراساس د بامیانو په ولایت کې د ژمنیو لوبو( سکي ) د نمانځغونډې په دوهمه ورځ، د سکي لوبو سیالي ترسره شوې.



په دې سیالیوکې (۷۰ ) تنه د سکي لوبې لوبغاړو نجو او هلکانو ګډون کړی وو، چې د بامیانو ولایت د سکي کلبونو د لوبغاړو په بریا پای ته ورسیدلې.
بومان علي ادینه او ذکیه محمدي، د بامیانو ولایت دسکي لوبو په دغو سیالیو کې  ګټونکي شول.

په یادو سیالیوکې د بامیانو او وردګو ولایتونو شپږو سکې لوبډلو ګډون درلود، د ژمنیو ورزشونو لمانځغونډه د جمعې په ورځ په بامیانو ولایت کې پیل شوه چې، د بامیانو ، کابل، پروان، میدان وردګو او غزني والایتونو څخه پکې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې چې تر راتلونکې میاشتې پورې په بامیانو ولایت کې د ژمنیولوبو ( سکي ) لوبو لپاره د ملي لوبډلې د جوړونې په موخه په دغو ولایت کې سیالۍ ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي