برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ډاکټر ایاز نیازي وژنه ستر جنایت بلل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخلی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په را لیږلي پیغام کې د وزیر اکبر خان مسجد د امام او خطیب مولوي محمد ایاز نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ستر جنایت بللی دی.
ډاکټر ایاز نیازی تېره شپه ماښام وخت د کابل په تر ټولو با امنه سیمه د وزیر اکبر خان په تاریخي مسجد کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.د نوموړي په شمول یو بل کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي
ډاکتر ایاز نیازی په افغانستان کې د سولې د روان بهیر څخه کلک ملاتړی ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخالف او د اشرف غني پر حکومت د متنقدینو څخه وو
باید وویل شي چي څه موده تر مخه یوه پنجشیري قومندان حسیب قوای مرکز پر ټولنیزو پاڼو ادعا کړې وه چې د ملي امنیت له لوري په کابل کې د شپږو کسانو د وژلو امر ورکول شوی چې یو له هغو څخه یې ډاکتر ایاز نیازی هم یاد کړی وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي