برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د چټک غبرګون د قطعې قومندان وژل شوی

د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قومندان پر وېګو موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې.


پېښه پرون سهار نهه نيمي بجې د یادي حوزې اړوند (ده خواجه) سیمه کې رامنځته شوې.
ځايي سرچينې وايي په چاودنه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قومندان جانان ( حاجي ماما ) او دوه ساتونکي وژل شوي ، همدا راز درې تنه سرحدي پولیس نور ټپيان دي.
طالبانو ته نژدې سرچيني وايي چې دا بريد د دوی چريکيانو کړی دی.
په کندهار کې د واکنش سریع قطعې قومندان جانان (حاجي ماما) د امنیه قومندان جنرال رازق له نژدې کسانو او قوي ملاتړو څخه و.
قومندان جانان له جنرال رازق سره د کندهار په مرموزو وژنو کې مهم رول لوبولی ، ګڼ شمېر کسان يې اوس هم په پټو زندانونو کې بند پاتي دي.

شریک یي کړئ!