برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان ضابط خنجر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.


نوموړی د دولتي ځواکونو له هغه کاروان سره مل و چې پنځه ورځي وړاندي د عملياتو په موخه د يادي ولسوالۍ اختپه ، چهارسرکه او ثوریان سیمو ته تللی وو.
ضابط خنجر لومړی له طالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی او وروسته يې د ژورو ټپونو له امله د شنبې په ماخستن ۱۰ بجې مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د چهاربولک ولسوالۍ دولتي سرچينې په ډاګه کوي چې په پنځه ورځنۍ جګړه کې يې دريو قومندانانو (الماس ، سرور او ضابط خنجر) ژوند له لاسه ورکړی.
طالبانو په پنځه ورځنۍ جګړه کې د ۱۳ تنه اربکيانو او عسکرو وژل منلي او زیاتوي چې دا مهال په سيمه کې د دوی له لوري تصفيوي عمليات روان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي