برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پراختیایې بودیجې میلیاردونه افغانۍ په ناقانونه ډول مصرفول

آریانانیوز: د کابل حکومت په ولسي جرګه کې د یو شمېر ولایتونو استازي وایي، حکومت د پراختیایې بودیجې له منځه سلګونه میلیارده افغانۍ بېځایه او په ناقانونه ډول لګولي
همدا راز د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو د کمېسیون غړو وایی ، چې حکومت له خلګو سره ستره جفاء کړې او د پراختیايي بودېجې میلیاردونه افغانۍ يې په ناقانونه او بې ځایه ډول مصرف کړي
د یاد کمېسیون غړي وویل ، د بیت المال په لګولو کې له پنځوس ډېرې سرغړونې شوې، چې حکومت یې باید په اړه د افغانستان ملت ته سپیناوی ورکړي
د مالي چارو د کمېسیون یو تن غړی «محمد عظیم محسني» وايي، یوازې په ۹۱ کود کې دوه اعشاریه څلور میلیارده افغانۍ بې ځایه لګول شوي
د ولسي جرګې یو بل غړی «عبیدالله کلیمزی» هم په ورته نظر دی، د کلیمزي په خبره، د خلګو له پیسو سره ستره جفاء شوې او حکومت یې باید په اړه راولاړو شویو پوښتنو ته ځواب ووايي
یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې د حکومت مسئولین د بیت المال په ناقانونه مصرف تورنېږي، تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې شوې؛ خو حکومت یې په تړاو هيڅ سپیناوی نه دی کړی.

شریک یي کړئ!