برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د پاکستان له زندانونو ۵۶ افغان کډوال خوشې شول

آریانانیوز: په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل د کراچۍ له زندانه د ۵۶ افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.


مدافع وکیلې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې مېرمن منیژه کاکړ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د پاکستان د کراچۍ له ازاد زندان څخه د ۲۴ ماشومانو په ګډون ۵۶ افغان کډوال آزاد شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د کاکړ په خبره، اوس هم ۶۰ نور افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بنديانو د کره شمېر په اړه تر اوسه معلومات نشته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي