برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: کابل او اسلام آباد په افغانستان کې د امریکا د ماتې بیه ورکوي

آریانانیوز: د پاکستان د استخباراتو وزیر ټینګار کوي چې کابل او اسلام آباد په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پالیسیو د ناکامۍ بیه ورکوي.


د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین چودري وویل د لومړي وزیر عمران خان لید دا دی چې سیمه د یوه سوله ایز او با ثباته افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او اروپايي اتحادیې سره وصل کړي.

چودري وویل چې د افغانستان سیاسي ثبات د سیمې د بې وزلو برخو د اقتصادي وضعیت ښه والي لپاره خورا مهم دی.

د نومو‌ړی په وینا ، پاکستان د ګوادر او تاشکند تر منځ د ریل پټلۍ جوړول غواړي او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې سوله حیاتي ده.

فواد حسین چودري زیاته کړه په افغانستان کې د متحده ایالاتو تګلاره ناکامه شوې ، او پاکستان او افغانستان دواړه یې بیه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ سوپر ځواکونه خپلې لوبې کوي او بیا سیمه پریږدي.

چوهدري زیاته کړه چې عمران خان په دې باور دی چې په افغانستان کې هیڅ ډله نشي کولی یوازې په کابل کې یو مستحکم حکومت جوړ کړي.

پاکستان په ځلونو د افغان حکومتي چارواکو لخوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوی ، خو پاکستان په دوامداره توګه دا تورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي