برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته لوی سپکاوی

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویل شوي،


د امریکا جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، که وغواړم د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شم، مګر نه غوړام چې لس میلیونه انسانان ووژل شي، او یا دا چې افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې ورک کولی شم، د افغانستان خلکو ته لوی سپکاوی ګڼل شوي او په کلکه غندل شوی دی.
په دغې اعلامیه کې د حامد کرزي له خولې ویل شوي:” د ولسمشر ټرمپ دغسې څرګندونې دا ښيي چې هغوی د افغانانو انساني کرامت ته هیڅ ډول درناوی نه لري، دوه کاله مخکې د امریکا حکومت په افغانستان کې د بمونو د مور په استعمالولو سره دا ثابته کړه چې د افغانستان د خلکو په وړاندې ښه نیت هم نلري، هغوی هغه مهال نړۍ ته دا وښوده چې د افغانستان ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او په دې هېواد کې د میشت وګړو بشري حقونو ته هم هیڅ ‌ډول احترم قایل نه دي”.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان خلک د امریکا او پاکستان ترمنځ د پټو معاملو په اړه ډېره اندیښنه لري او دغه اندیښنې یې په وروستیو کې د سولې دخبرو له پیلېدو سره لا زیاتي شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي