برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د ګډ حکومت غبرګون

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د امریکا اولسمشرادعا وکړه، کولای شي افغانستان د نړۍ له نقشې پاک کړي او د لسو میلیونونو افغانانو په وژلو د افغانستان جګړه په لسو ورځو کې وګټي؛ ارګ یې په مقابل کې غبرګون ښودلی او په دې تړاو یې له امریکا توضیحات غوښتي.



د ارګ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « کابل: افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.»
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي. »
د خبرپاڼې په بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
ارګ له دې سره،سره ادعا کړې چې د امریکا له متحده ایالاتو یې د ټرمپ د څرګندونو په تړاو وضاحت غوښتی « د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي