برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون د ثبت شوی شکایتونه څېړل پیل کړ

آریانانیوز: دیوراپور په اساس د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، ورسره ثبت شوي شکایتونه یې په کټګوریو وېشلي او تازه یې د شکایتونو د څېړنې مرحله پیل کړې. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ویاند مرستیالې زرمینه حقجو کاکړ» تېره ورځ ویلي، چې د شکایتونو تر ثبت وروسته دوی غوښتل سمدستي، د تصنیف بندۍ مرحله پیل کړي؛ خو په قول یې، له دې امله، چې زیاتره شکایتونه له مرکزي کمېسیون سره ثبت شوي وو، سکېن یې وخت واخست او دادی تازه دا مرحله پای ته ورسېده او د شکایتونو څېړنه پيل شوه
د حقجو په خبره، دوی هڅه کوي، په قانون کې له ټاکل شوي وخت سره سم، شکایتونه وڅېړې او پایلې یې معلومې کړې
د کابل حکومت ولسمسشریزې ټاکنې، چې د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، چې د لومړنیو پایلو اعلان یې میاشتې وخت ونیو او د تېرې میلادي میاشتې په ۲۲مه نېټه اعلان شوې
یادې پایلې، د اکثریت نوماندانو او ټاکنیزو ډلو له لوري رد شوې او د ټاکنو کمېسیون تورن شو، چې د یوه ځانګړي انتخاباتي ټکټ پلوي کوي
ویل کېږي، د اعلان شویو پایلو په تړاو ټولټال ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي، چې تر ټولو زیات یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې له لوري ثبت شوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي