برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو کمېسیون په مقرریو کې لاسوهنه

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، د ارګ کړیو په کمیسیون کې ځینې ناقانونه کړنې چټکې کړي او د کمیسیون قانوني کړنو ته خنډونه جوړوي.



د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان وایي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو تر اعلام وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنیز بهیر کې په مستقیم ډول لاسوهنې پیل کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو لخه مخې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون شاوخوا شل مرکزي او ولایتي بستونه اعلان ته تلي دي.
د هغه په خبره، د دې افرادو ناقانونه مقرري به ژر د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا تر سره شي.
دې مسالې د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان هم اندېښمن کړي دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډلې دوه یم مرستیال اسد الله سعادتي ولسمشرۍ ماڼۍ تورنوي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته یې د ټاکنو کمیسیون په چارو کې مستقیمې مداخلې وکړې.
ټاکنو خپلواک کمیسیون تل د ټاکنڅارو تر نیوکو لاندې راغلی او د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید وایي، چې د ټاکنو کمیسیون خپلواک عمل نکوي.
دغه ټاکنڅاری په تشکیلاتو کې ناهمغږي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکیو د سلیقه یي استخدام سبب بولي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي؛ خو د کارپوهانو په وینا، کمیسیون لدې وضعیت سره نشي کولی ټاکنې تر سره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي