برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسیون له مخې وهل شوې خېمې

آریانانیوز: د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مسؤلینو نن شپه د ټاکنو کمیسیون دفتر مخې ته د معترضو ایستل شویو نوماندانو د پلویانو له لوري وهل شوې خېمې ور ټولې کړې دي.


د دې حوزې امر بسم الله تابان وايي، د خېمو ټولولو «عملیاتو» يې دوه ساعته وخت ونیو او په وینا يې چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له لومړني لیست نه ۳۵ نوماندان وایستل، چې پلویانو يې په اعتراضي ډول د ټاکنو کمیسیون دفتر وتاړه او د دروازې مخې ته يې خېمې ووهلې.

د ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې د دې اوونۍ له پیل سره به د دوی کارونه هم پیل شي، چې له همدې امله د اعتراض کوونکو خېمې ور ټولې شوې دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم ويلي، چې د معترضانو دې اقداماتو په ټاکنیزه پروسه کې ځنډ واقع کړې وه، ځکه دوی «له قانوني چلند» نه کار واخیست.
تر اوسه معترضو ایستل شویو نوماندانو د خپلو اعتراض کوونکو په پاشل کېدو څه نه دي ویلي، خو د سیاسي ګوندونو فعالانو هم نن ورځ د خپل مدني حرکت د پیل ورځ ښوودلې ده.
د دې ګوندونو د یوې اتحایې د اعلاميې له مخې، دوی د ټاکنو پروسه غیر شفافه بولي او پر ضد به يې نن شنبه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې، راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي