برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو پر ځنډولو خبرې نه دي شوي

آریانانیوز: صدیقي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل او خبرې وکړې
هغه وویل چې له خلیلزاد سره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی. د صدیقي په وینا ټاکنې به په خپل وخت کیږي او ځنډول یې د منلو نه دي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې ختمې شوې او زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي
له دې خبرې سره په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوهان وړاندوینې کوي چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې ونشي، خو صدیقي دا اوازې رد کړې
هغه وویل چې په را روانو څو اونیو کې به دا ټاکنې وشي او هیله یې وښوده چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او وښيي چې خپل برخلیلک په خپله ټاکي
صدیقي دا خبره هم وکړه چې له امریکايي چارواکو سره په هېڅ رسمی مجلس کې د ټاکنو د ځنډولو په اړه خبرې نه دي شوي، بلکې په خبره یې امریکا ددغه بهیر ننګه کوي
د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د غني او عبدالله تر څنګ ۱۵ نور کسان هم کاندیدان دي. ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي