برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو پر مهال د کابل ښار سربېره په ګڼو سيمو کې چاودنې او بریدونه

آریانانیوز: نن په هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې په داسې حال کې روانې دي، چې حکومت خلکو ته د ټينګو امنيتي تدابیرو ډاډ ورکړی، خو د کابل ښار په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې پر ټاکنيزو مرکزونو بریدونه او چاودنې شوي دي
طالبانو په د کابل ښار ۱۲ حوزې ارزان قيمت کې د رايې اچونې پر سايټ چاودنه کړې او د ټاکنو کارکوونکو سيمه پرېښې ده
نن ټکی اسيا ته رارسېدلي راپورونه وايي، طالبانو په میدان وردګ، لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست او ډېری ولايتونو کې لويې لارې د خلکو پر مخ تړلي او په کومو ځايونو کې چې ټاکنې روانې دي، هلته تر اوسه د لسګونو چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي
د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ امام سيمه کې، همدارنګه په قره باغ، څرخي پله، ارزان قيمت او يو شمېر نورو سيمو کې د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه او چاودنې شوي او طالبانو يې مسؤولیت منلی دی
د ميدان وردګو او کابل او همدارنګه د ميدان وردګو او کندهار لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي او ټاکنيزه پروسه له خنډ سره مخ ده
طلوع نيوز وايي، د ميدان ښار شاوخوا سيمو کې هېڅوک ټاکنيزو مرکزونو ته د رايې اچونې لپاره نه راځی
د کابل ده سبز ولسوالۍ کې پر ټاکنيز مرکز برید کې دوه عسکر وژل شوي دي.
د حبیبه په نوم يوه مېرمن کابل ښار کې يوه ټاکنيز مرکز کې د رايې اچوونکو راتلو ته په تمه ده
همدارنګه د لوګر په مرکز حصارک کلي کې د ټاکنو پر مرکز برید پنځه پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
طالبانو نن په لوګر ولايت داسې تازه ويډيوګانې هم خپرې کړي، چې خلک له ټاکنو سره خپل پرېکون
اعلانوي او دا پروسه جعلي بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي