برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس پنټاګون وړمه ورځ په کندوز کې د مخامخ جګړې پر مهال د دوو وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړی دی.


د پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکايي پوځيانو ډلګۍ مشر ۳۳ کلن ويل ډي لينډسي او ۲۹ کلن جوزف پی کوليټ په کندوز کې د جګړې پر مهال ټپيان شوي وو او د خپلو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.
لينډسي د ځانګړو ځواکونو د دوهم کنډک غړی و، په ۲۰۰۴ کال کې پوځ ته داخل شوی و، په ۲۰۰۶ کې د ځانګړو ځواکونو له زده کړو فارغ شوی و.
د ځانګړو ځواکونو قومندان ډګروال لارنس فیرګوسن په خپل پيغام کې د وژل شوي لينډسي له کورنۍ او دوستانو سره خپله خواشيني ښکاره کړې ده.
جوزف پي کوليټ له ۲۰۱۰ کال راهيسې په پوځ کې دنده ترسره کوله او په افغانستان کې د لومړني ماموريت پر مهال ووژل شو.
د امريکا پوځ د جوزف کوليټ په وژل کېدو هم د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره خپله خواشيني ښکاره کړې ده.
طالبانو په کندوز کې د امريکايي او دولتي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د جمعې په ورځ د کندوز ښار تيلاوکه سيمه کې د دوی جنګياليو پنځه امریکايي او ديارلس دولتي عسکر وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي