برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسي وګړو د وژنو په غبرګون لاریون

آریانانیوز: دیوراپور په اساس د کندز ولايت د تلاوکې په سيمه کې تيره شپه ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو عملیات کړي دي چې په نتيجه يې ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.


نن سهار د سيمې اوسېدونکو د مړو له جسدونو سره د اعتراض په توګه د ولايت مقام په لور خوځېدلي وو چې خو وړاندې تګ ته نه وو پرېښودل شوي.
لاريون کوونکو غوښتل چې د خپلو مړو جسدونه د کندز ولايت مقام ته يوسي خو د امام صاحب بندر په سيمه کې امنيتي ځواکونو نه وو پريښي.
ددوی وايي چې په سيمه کې يې له تيرو دريو ورځو راهيسې عمليات روان دي چې په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي خوش محمد نصرتيار هم د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو وژنه تایید کړې ده.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په کورونو د بهرنيو او کورنيو عسکرو له لوري چاپې او بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي