برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ولسمشر پر دوهم مرستیال د برید پلان په اړه د ملي امنیت د رییس څرګندونې

آریانانیوز: د ملي امنیت د رییس په وینا ، د ترهګرو یوه ډله چې پلان یې درلود د ولسمشر پر دوهم مرستیال باندې برید وکړي هدف ته له رسیدو دمخه د امنیتی ځواکونو لخوا ونیول شو...


د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وویل چې هغه نهه کسيزه ډله نیولې چې پر محمد سرور دانش د ولسمشر دوهم مرستیال د برید پلان یې درلود.

هغه په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارواکو یوې ګډې غونډې ته وویل چې د ډلې یو شمیر غړي تر تعقیب لاندې دی.

هغه زیاته کړه : موږ درې څلور ورځې وړاندې یوه ترهګریزه ډله ونیوله چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود، ددې ډلې ۹ کسان نیول شوي دي.

ښاغلي سراج زیاته کړه چې نیول شوي کسانو غوښتل پر مدني فعالانو هم برید وکړي ، خو موخې ته له رسیدو دمخه زموږ لخوا ونیول شول.

د ملي امنیت رییس وايي چې د نیول شویو کسانو هویت به ډیر ژر عام شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي