برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس له اوږدو جنجالونو او دعوو وروسته د کابل حکومت د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، چې له مخې یې د ګډ حکومت اوسنۍ مشر «اشرف غني» د نورو کاندیدانو په پرتله مخکښ اعلان شو
په لومړیو پایلو کې پر نورو ټیمونو د اشرف غني د وړاندېوالي اعلان نن ورځ په کابل کې د «ټاکنو د خپلواک کمېسیون» له لوري وشو او ادعا وشوه، چې نوموړی د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په وړلو سره مخکښ کاندید بلل کېږي .په یادو شویو پایلو کې تر اشرف غني وروسته عبدالله عبدالله دوهم مخکښ کاندید دی، چې ٪۳۹.۵۲ او ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ورپسې نوماندان دي، چې په ترتیب سره یې ۳.۸۵ او ۱.۸۶ سلنه رایې وړې
د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې چې کابو شپږ میاشتې وړاندې د تلې په ۶ مه نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو جنجالي او له فساده ډکې ټاکنې وي، چې د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د پراخ جنجال له امله یې لومړنۍ پایلې ان میاشتې وروسته اعلان شوې
لا هم څرګنده نه ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو نور مخکښ ټیمونه به دا پایلې ومني او که نه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي