برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو دوام

آریانانیوز: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۱ګډ تعرضي او چاڼیز ،۱۰۱ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۶هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او نا امنیود له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان  د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه هوایي ځواکونو ۷۶ پروازونه تر سره کړي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، کنړ، غزني، پکتیا، ارزګان، کندز، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د عزني ولایت د ناوې او اندړو په ولسوالیو کې ۲۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي  د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپيان شوي، یو تن نیول شوی، د دښمن یوه قرارګاه له منځه وړل شوې، ۴ موټر سایکلونه او ۴ میله کلاشینکوفونه لاسته راغلي او د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي