برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې ۱۹ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، دطالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۱۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور تپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنړ، غزني، کندهار، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې دننګرهار ولایت د خوګیانی او مهند دره په ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن قوماندان عبدالعزیز په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تن تپیان، یو موتر سایکل له منځه وړل شوی او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د غزنی ولایت داندر و په ولسوالۍ او مرکز کې ۴ تن ترهګر طالب وژول شوي او ۴ تنه تپیان او دهلمند په ناوي په ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا راز په یادو عملیاتو کې د کنړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی او دارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ کې۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶چاڼیز او ۶۵خاص کماندویي عملیات دهیواد په ۱۰ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۲۳پروازونه د ملي اردو دځواکونو دملاتړ په موخه کړي او۳ هوایي ضربې ددښمن په پټنځايونو شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي