برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۵۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یوتن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۵۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۷ تنه ټپیان او د ۱۲ تنو شکمنو کسانو په شمول ۱۹ تنه نور نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، خوست، لوګر، میدان وردګ، کندهار، ارزګان ، فراه ، بادغیس فاریاب ، بغلان ، بدخشان ، نیمروز او هلمند ا په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۲۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۰ تنه ټپیان ، ۹ تنه شکمن کسان نیول شوي ، ۸ موټر ، ۲۶ موټر سایکلونه ، د دښمن یوه قرارګاه، یو روعتیایي کلینیک له منځه وړل شوي ، او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلی ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۱۲تنه ترهګر وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان ، د دښمن یوه قرارګاه او یوشمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د ننګرهار ولایت د اچین ، هسکه مینې او خوګیانو په ولسوالیو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او ۲ تنه له یو شمیر درنو او سپکو وسلو سره نیول شوي او د غزني ولایت د ګیلان په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ، ۵ تنه نیول شوي او د چاودیدونکو توکو نه ډک ۲ موټر له منځه وړل شوي دي .

همدا راز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د نادعلی او مرکز اړوند سیمه کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او۳ تنه شکمن کسان نیول شوي ، د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ادریس په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان او د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او یو تن ټپي شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴چاڼیز او ۶۷خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۲ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۷پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۰ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!