برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۵۱ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۴ تنو داعشیانو او ۴ تن د حقاني شبکې اړوند ترهګرو په ګډون ۵۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي .


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست ، پکتیکا، پکتیا ، ارزګان ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، سرپل بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د ارزګان ولایت د دهراوود او چورې په ولسوالیو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان ، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي ، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي او ۳ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي او د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۴ تنه د حقاني شبکې غړي وژل شوي ، یو تن ټپي او یو موټر له منځه وړل شوی دی .ش

همدا راز په یادو عملیاتو کې دسرپل ولایت د سوزمه کلا په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، او ۶ تنه ټپیان ، د بدخشان ولایت د چاه آب او بهارک په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، یو موټر له ۲۲ بورۍ چاودیدونکو توکو او پتاقیو سره نیول شوی او د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۸ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۱۷ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!