برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

آریانانیوز: د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران د دغه هېواد خلک د بې ثباتۍ تر پولې رسولي دي.


د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان عمومي منشي پیټري تالاس وویل: موږ یو ځل بیا په نړۍ کې د خوړو د ناامني د زیاتوالي شاهدان یو، په افریقا کې له ۲۰ میلیون ټنو څخه زیات، په لاتینې امریکا او کارابین سمندرګي کې ۲۸ میلیونه ټنه، په افغانستان کې ۱۹ میلیونه ټنه او په جنوبي سوډان کې ۷ میلیونه ټنه د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې په روان کال کې د نړۍ تر ټولو سترې مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو زیاتو خلکو سره د مرستې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې او تر اوسه د دې مرستو یوازې ۵ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي