برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هوايي ډګر د استخباراتو مدير ووژل شو

آریانانیوز: د بلخ چارواکي وايي چې ددې ولايت د هوايي ډګر د استخباراتو مدير د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.


د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي چې د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو مدير احمد خالد تيره ورځ ناوخته د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
عادل وويل چې احمد خالد له مزار شريف څخه کابل ته په لاره و چې د سمنګان -بغلان په لويه لاره د چشمه شير په سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوی دی.
هغه ويلي چې طالبانو لومړی نوموړي ته د درېدو اشاره کړې وه خو هغه نه و درېدلی چې طالبانو پرې ډزې وکړې.
طالبانو تر اوسه د احمد خالد د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي