برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هند او کابل دپروازونو ځنډیدل

آریانانیوز: وروسته له هغه چې تيره مياشت د پاکستان او هند ترمنځ حالات کړکيچن شول او په يو بل يې د بريدونو ګواښونه وکړل، پاکستان له خپل هوايي حريم څخه د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو الوتنې بندې کړې.


له هغې وروسته د اريانا افغان هوايي شرکت او کام اير د الوتکو ترڅنګ د هندوستان هوايي شرکتونو هم د کابل او هند ترمنځ پروازونه کول خو اوس هندي شرکتونو کابل ته خپل الوتنې ځنډولې دي.
د الوتکو پرمخ د پاکستان د هوايي حريم له تړل کېدو وروسته افغانستان د ايران له لارې هند ته خپل پروازونه پيل کړل چې د واټن له زياتېدو سره سره د هوايي ټکټونو بيې هم دوه برابره زياتې شوې.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي چې د پاکستان د هوايي حريم د تړل کېدو له امله افغانستان ته نژدې اته ميليونه ډالره زيان اوښتی دی.
که څه هم اوس د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې او وضعيت عادي شوی دی خو لاهم د پاکستان له هوايي حريم څخه د افغانستان او هند الوتکو ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي