برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد

آریانانیوز: د افغانستان ډله ایزو رسندویو د اقتصاد او سولې د څیړنیزې موسسې د کلنی راپور له قوله چې مرکز ئې د آسټریلیا په سیډنې کې دی ، لیکلی دی ، افغانستان د دغې څیړنیزې موسسې په کلنی راپور کې د سورئې ځای نیولی او اوس دنړۍ تر ټولو ناکراره هیواد په توګه معرفی شوی دی .
ددغې نړیوالې موسسې یو څیړاند محب اقبال وئیلی دی ، لکه څنګه چې په نړۍ کې تر ټولو سخت جنګ همدااوس په افغانستان کې روان دی ، دغه هیواد د نړۍ د یو سل دوه شپیتو هیوادونو کې تر ټولو ناکراره اوبې ثباته هیواد پیژندل شوی دی .
محب اقبال په افغانستان کې دجنګ جګړو مرګ ژوبلو ته له اشارې پرته وئیلی دی ، یوازې په ۲۰۱۷کال کې په افغانستان کې پر عامو خلکو سربیره د جنګ دښکیلو لورو هم اولس زره کسان وژل شوی دی .
په دغې د رجه بندۍ کې سوریه ، سوډان ،یمن او عراق په ترتیب سره له افغانستانه وروسته دنړۍ تر ټولو ناکراره هیوادونه معرفی شوی دی .
دافغانستان د زیاترو مسئولانو او خلکو په اند ، د ناټو له غړو هیوادونو سره په ملګرتیا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون تر دې دمه دافغانستان د بیخ بینائیو له تباه کولو او د عامو خلکو له وژلو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي