برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د نورستاني ناقانونه کار په اړه امریکا تصمیم ونیسي

آریانانیوز: د ولسمشراشرف غنی ویاند صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ښاغلی نورستانی د امریکا تابعیت لري او که کوم ناقانونه کار یې کړی وي، د هغه هېواد عدلي او قضايي بنسټونه کولی شي، په اړه یې تصمیم ونیسي
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د افغان ستانور او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس یوسف نورستانی، په امریکا کې د درغلیو له امله مجرم ګڼل شوی دی
د امریکا د عدلیې وزارت د سرچینو له مخې ښاغلي نورستانی د کلیفورنیا ایالت په محکمه کې اعتراف کړی چې، له یوه مرستندویه امریکايي بنسټ نه یې یو لک ډالره ترلاسه کړي دي.
ښاغلی نورستانی په دې هم تورن دی پرته له دې چې، دغه بنسټ ته د خپل غیابت په اړه خبر ورکړي، ډیر وخت یې له امریکا نه بهر تېر کړی دی
ښاغلی نورستانی اوس د لسو کلونو د بند او د ۲۵۰ زرو ډالرو د ورکړې له خطر سره مخ دی.
دی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې دافغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس و، په هغه وخت کې د ده ترمدیریت لاندې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې جنجالي شوې او ښاغلی نورستانی په ناسم مدیریت او درغلیو تورن شو
له هغې وروسته په اسپانیه کې د افغان سفیر په توګه وګمارل شو خو د ده پر ضد د ډیرو نیوکو له امله ونه توانېد چې دغې دندې ته لاړشي
دی پروسږ کال د ولسمشر غني لخوا د مشرانو جرګې د انتصابي غړی په توګه وګمارل شو.

شریک یي کړئ!