برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نشې پرېښودل

آریانانیوز: په غور ولایت کې ۳۵ کلنې مېرمنې په داسې حال کې پنځه کاله پرله پسې د ناروغۍ د درملنې لپاره تریاک استفاده کول چې نه پوهېده یوه ورځ به پر نشه يي توکو روږدې کېږي...


دل اوېز چې دوه زامن او درې لوڼې لري، د غور ولایت د مرکز فېروزکوه د الله یار سیمې اصلي اوسېدونکې ده، نوموړې د خپل ژوند کیسه د یاد ولایت په تریاکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې تر دوه کاله درملنې وروسته له پژواک سره شریکه کړې ده.
دغه ځوانه مېرمن اوس د غور په ښاروالۍ کې د پاک کارۍ دنده ترسره کوي، هغه خوشاله ده چې د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو په مرسته یې د بدبختۍ له دې پديدې ځان ژغورلی دی.
نوموړې اوس د ښار په مرکز کې له خپل خاوند او پنځو اولادونو سره یو ځای په هغه کور کې ژوند کوي چې دولت ورکړی او وايي: ((شاوخوا اووه کاله مخکې هغه وخت چې په کلي کې مې ژوند کولو په یوه ناروغۍ اخته شوم او هره ورځ به یې ځورولم، وروسته یو سیمه ييز یوناني طبیب ته لاړم او هغه یوه تور رنګه ماده راکړه چې د درملو په ډول ترې استفاده وکړم.))
نوموړې زیاته کړه، د بدن د درد زیاتېدو په صورت کې مې هغه درمل په اوبو کې تر حل کېدو وروسته استفاده کول چې طبیب راکړي وو او درد به مې یې کماوه خو نه پوهېدم چې دغه درمل تریاک دي.
دل اوېز وویل: ((ما ته به یې ویل چې که هغه درمل وکاروې تیارېږې، ما هم له هغه څخه استفاده پیل کړه خو ستونزه مې حل نه شوه او په وروستیو کې مې ژوند نور هم خراب شو.))
هغې وویل: ((د دغو توکو د کارولو څه وخت نه و وتلی چې کله به مې نه استفاده کول، د درد او ستړیا احساس به مې کاوه او مجبورېدم چې درمل (تریاک) وخورم.))
د هغه په خبره، پنځه کاله د تریاکو خوړولو داسې مجبوره کړې وه چې تریاکو ته تر رسېدو پرته یې بل هېڅ فکر نه درلود.
دغه مېرمنې وویل، د درملو د خوړو پر مهال د اولاد، خاوند او کورنۍ په فکر کې نه وه او له تریاکو پرته یې له هېڅ شي ښه نه راتلل.
د هغې په خبره، د تریاکو خوړولو په دوره کې یې دوه زامن زېږولي وو خو دا چې روږدې وه، ماشومان به یې ناروغ دنیا ته راتلل او له منځه به تلل.
هغې وویل: ((د وروڼو مې له مانه بد راتلل او خوښه یې نه وه چې د تریاکو د پرېښودو لپاره د روږدو کسانو د درملې مرکز ته ولاړه شم، ځکه دوی ویل چې موږ د خلکو په منځ کې شرمېږو او خلک راپورې خاندي؛ خو زوم مې چې په امنیه قوماندانۍ کې اشپز و د هغه قوماندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې د مدېر په مرسته زه د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته ور وپېژندلم، اوس مې چې تریاک پرېیښي دي په ښاروالۍ کې کار کوم او له خپل خاوند او اولادونو سره یو ځای ژوند کوم.))
د دل اوېز خاوند سید نور پژواک ته وویل، له مېرمنې سره یې ترخې ورځې تېرې کړې دي خو د تریاکو تر پرېښودو وروسته له خپلې مېرمنې سره ښه ژوند لري.
هغه وویل: ((کله مې چې مېرمن په تریاکو روږدې وه، ژوند مو ښه نه و، هېڅ شی پر خپل ځای نه و، ځیني وخت به مې جامې خپله مینځلې، خو له دوو کلونو یانې د تریاکو تر پرېښودو وروسته له دل اوېز سره ښه ژوند لرم.))
نوموړي زیاته کړه، اوس هم خپله او هم دل اوېز کار کوي او اولادونو ته په ښه توګه رسېدنه کولای شي.
د غور ښاروال محمد ارف قاضي زاده دل اوېز یوه غوره مېرمن وبلله او ويي ویل، دغه مېرمن له دوی سره په ښاروالۍ اداره کې کار کوي او ټول کارکوونکي ترې خوشاله دي.
په غور کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق هغه موضوعات دي چې په دې وروستیو کلونو کې یې مخ پر لوړه حالت درلود.
په غور کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز مسوول ډاکتر محمد عمر لعلزاد وویل: ((په دغه ولایت کې د زرګونه روږدو ځوانانو سربېره په نشه يي توکو روږدې ښځې او ماشومان هم موجود دي.))
نوموړي زیاته کړه، ښځې له دې امله د درملنې مرکزونو ته کمې راځي چې د روږدو په نوم یادې نه شي له همدې امله د یو منظم پلان له مخې د روږدو مېرمنو درمنله په کورنو کې ترسره کېږي.
د هغه په خبره، ډېری دغه مېرمنې د اغشته په سیمه کې پر نشه يي توکو روږدې دي چې په هغه سیمو کې تریاک کرل کېږي او ښځې د مزدورانو په ډول حاصلات راټولوي او ځينې وخت هغه قاشوقې چې تریاک پرې راټولوي د خولې په واسیله لمدوي او دغه خبره د دې لامل کېږي چې یاد کسان به نشه يي توکو روږدي شي.
هغه بېوزلي، نا امني او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران ته کډوالي هغه لاملونه دي چې ځوانان پر نشه يي توکو اخته کوي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳،۶ ميلیون افغانان پر نشه يي توکو روږدي دي.

شریک یي کړئ!