برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان په نړۍ کې د تریاکو د تولید له پلوه دویم مقام ته راښکته شو

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې دفتر اعلان وکړ چې میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد ته بدل شوی دی.


د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان وکړ چې ۲۰۲۳ کې میانمار د تریاکو په تولید کې له افغانستان څخه مخکې شو.

د دغه سازمان په وینا، د طالبانو له بندیز راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) نوی راپور ښيي چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په میانمار کې په ۱۱۶ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه کې د کوکنارو په کښت کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د تریاکو اټکل شوی تولید هم د تیر کال په پرتله لوړ دی چې په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوی و، چې ۱۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

راپور یادونه کوي چې په سویل ختیځ آسیا کې د کوکنارو کښت له فقر، د دولتي خدماتو نشتوالی، ننګونکي اقتصادي چاپیریال، بې ثباتۍ او ناامني سره نږدې تړاو لري.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغانستان لا هم د تریاکو د تولیدونکو هېوادونو د لست په سر کې دی مګر په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له پوځي کودتا وروسته د دې موادو تولید دغه هېواد په نړۍ کې د اپینو دوهم تولیدوونکی هېواد ګرځولی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي