آریانانیوز: د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې تېره مياشت يې د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
دوی زياتوي، په دې موده کې یې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او لسګونه میله وسلې هم نیولې دي.
د ننګرهار د امنیې قواماندانۍ د چارواکو په وینا، دغه وسلې او نشه يي توکي يې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کشفي راپورونو پر اساس نیولي دي.
بلخوا ننګرهار مېشتي ځايي چارواکي د نشه يي توکو او غير مسووله وسلو په مخنيوي کې پر پاتې راتلو تورنوي او وايي، په دې برخه کې د ژمنو مطابق کار نه دی شوی.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله د لېندۍ په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، تېره يوه مياشت د دغه ولايت پوليسو د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق د مخنيوي لپاره ۳۲ بېلابېل عمليات ترسره کړي دي.
دی وايي، د يادو عملياتو پر مهال ۷۷۸ کيلوګرامه نشه يي توکي، ۹۲ ميله درنې او سپکې وسلې او څه باندې ۱۱زره مرمۍ نيولې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل چې له يادو توکو سره ۲۲ موټر هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي او ولايتي شورا چارواکي د نشه يي توکو او غير قانوني وسلو په مخنيوي کې امنيتي مسوولين پر پاتې راتلو تورنوي او وايي، په دې برخه کې د ژمنو مطابق کار نه دی شوی.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک اژانس ته وويل چې په ډېرو ولسواليو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کښت د پخوا په څېر روان دی، په ټولو سرحدي لارو د نشه يي توکو او وسلو قاچاق کېږي او په ښار کې هم په ښکاره ډول پلورل کېږي.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی اول داد پژواک ته وويل، د ښار هر ځای کې نشه يي توکي او په ځانګړې توګه پوډر په اسانه پیدا کېږي چې پر نشه د روږدو ځوانانو شمېر ورسره هم ډېر شوی دی.
دغه راز د ننګرهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ادريس ساپی هم وايي چې په دغه ولايت کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
دی وايي، شاوخوا سل زره کسان په دغه ولايت کې پر نشو روږدي شوي خو د درملنې امکانات د لږو کسانو لپاره دي.
دی مني چې په ښکاره او اسانۍ سره په ښار کې د نشه يي توکو پيدا کېدل د دې لامل شوي چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورسره زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ننګرهار ولايت چارواکو ډاډ ورکړی چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره به له هرې ممکنه لارې کار اخلي.