برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نا امنۍ له امله په شمالي ولايتونو کې ټاکنې ترسره به نشی

آریانانیوز: د افغانستان جبش ګوند ويلي دي چې په شمالي ولایتونو کې وروستۍ نه امنۍ او د دولت نه پاملرنه به په د ې ولايتونو کې د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو د ټاکنو مخه ونيسي.


د جنبش ګوند ويلي دي چې په دې وروستيو کې په شمال کې د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي دي چې ورسره په دغه سيمه کې د دولت ځواک او واک کمزوری شوی دی او ورځ تر بلې دغه حالت دوام کوي.
دغه ګوند ويلي دي چې په کندوز، تخار، جوزجان، بدخشان او سرپل ولايتونو کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت زيات خراب دی او انديښنه ده چې راتلونکې ټاکنې به په دغو ولايتونو کې ترسره نشي.
د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو ټاکنو ته چې څه له پاسه يوه مياشت وخت پاتې دی، خو له دې سره سره ورځ تر بلې د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه د امنيتي ننګونو د زياتېدو راپورونه ورکول کيږي.
د جمعيت ګوند يو مشر کنکشا ترکستاني ويلي دي چې په شمالي ولايتونو کې د طالبانو د وروستيو بريدونو په مقابل کې د امنيتي ځواکونو متقابلو بريدونو کومه نتيجه ورنکړه او امنيتي وضعيت لا پسې خرابيږی.
ترکستاني وويل چې د کندوز، سرپل، بدخشان، جوزجان او تخار ولايتونو وضعيت يو شان د انديښنې وړ دی او زياته يې کړه چې د فارياب له اندخوی ولسوالۍ پرته په بلې هيڅ ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کيدل شوني نه دي.
بل لور ته د افغانستان دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ويلي دي چې د ټاکنو د ترسره کېدو له پاره به امنيتي ځواکونه د خلکو امنيت ټينګ کړي، خو د شنونکو په باور ورځ تربلې زياتېدونکې امنيتي ننګونې به ممکن ددې سبب شي چېش ټاکنې ترسره نه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي