برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع چارو وزیرانو غونډه

آریانانیوز: د ناټو غړو هېوادونو د دفاع چارو وزیرانو غونډه چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، پرون ناوخته له دوه ورځي بحثونو وروسته پای ته ورسیده.



د ناټو عمومي مشر د ناټو غړو هېوادونو د دفاع چارو وزیرانو ته د خبرو پر مهال له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ م کال پورې د مالي مرستو خبر ورکړی دی.
ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو په دې سرمشریزې غونډه کې له افغان ځواکونو سره د مالي مرستو پر دوام ټینګار ګړی نوموړي زیاته کړې چې په د سولې او جګړې په دواړو صورتونو کې باید د کابل دریځ د غښتلي کیدو هڅه او ملاتړ وشي.
د ناټو مشر دغې غونډې ته د وینا پر مهال د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د سولې روانې خبرې ستایلي او ملاتړ یې کړی دی نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې پر جګړه دې ټینګار نه کوي ځکه دوی دغه جګړه نشي ګټلای.
هغه د خپلې خبرې د تائید لپاره په دې وروستیو کې د طالبانو د زندانو ماتیدل او د هغوی له لاسه د یو شمېر سیمو وتل د بیلګې په توګه یاد کړي ي.

شریک یي کړئ!