برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ناټو غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیران سبا په بروکسل کې سره راټولېږي، چې په غونډه کې به يې د افغانستان اړوند هم بحث وشي.



په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن او د هغه افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي به هم پکې برخه واخلي، سبا او بله ورځ د ناټو سازمان په نوې ودانۍ کې دوام لري.
د ناټو مرستیال پیرز کرزالې وايي په غونډه کې به د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وشي او هم به له افغان عسکرو سره د مالي مرستو په اړه بحث وشي.
دا په داسې حال کې دی چې د ځينو لوېديځو رسنیو د راپورونو پر اساس د امریکا نوې ستراتېژي په افغانستان کې کومه پایله نه ده ورکړې.
دا ستراتېژي چې تر اعلان وړاندې یې افغان چارواکو هرکلی کړی و، د تېر میلادي کال په وروستیو کې اعلان شوه، چې ورسره هوايی بریدونو شدت پیدا کړ.
امریکايي پوځي مسؤلینو دعوه کوله چې د دې ستراتېژي په اوږدو کې يې پر هوايي بریدونو تمرکز ډېر دی او پر وړاندې يې ولاړ جنګیالي به سخت وځپي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي