برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ناټو سرمنشي کابل ته په ناڅاپي سفر راغلى

آریانانیوز: د ناټو پوځي ائتلاف سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ناڅاپي ډول کابل ته په سفر راغلی دی.


له ارګ څخه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ناټو عمومي سرمنشي به نن ترغرمي وړاندي د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره وګوري، او بيا به دواړه يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړي.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي د دفتر يوې سرچينې هم پژواک خبري آژانس ته د سرمنشي راتګ تاييد کړی او ويلي یي دي چې نوموړی په دوه ورځني سفر کابل ته رارسېدلى دى.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي الیس ویلز هم کابل ته په رسمي سفر راغلي او د ګډ حکومت له موجوده او ځینو مستعفي چارواکو سره یې لیدني کتني وکړي.
که څه هم د دغو لوړپوړو غربي چارواکو د سفرونو په اړه لا جزیات نه دي په ډاګه شوي خو سرچینې وایي چې څو مهمې مسئلې لکه: راتلونکي ولسمشریزي ټاکني، له طالبانو سره د سولي خبري اتري، د مسکو ناسته او ضمناً پر ایران د امریکا نوي بندیزونه، کیدای شي د دغو پټو لیدنو کتنو اجنډا وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي