برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ناټوپه ناسته کی د عسکرو د ډېرولوپه اړوند بحث

ناټو وايي د دې سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه ناسته کې به د افغان سولې اړوند هم خبرې وشي او هم به د عسکرو د ډېرولو اړوند بحث وشي.


د ڼاتو د سرمنشي سیاسي مرستیال جیمز اپاتورای واييي، دوی به له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي او له نورو غړو سره به پر دې وغږېږي چې افغانستان ته نور عسکر ولېږي.
اپاتورای د ناټو له تکراري دعوې سره سم، چې ګواکې افغان عسکرو ته به روزنه، تمویل او مشوره ورکوي، وايي نور غړي به هم دې کار کې د ګډون لپاره تشویق کړي.
هغه چې سره له دې پر سوله هم لنډه تبصره درلوده، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د ناټو نور متحدین به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د عسکرو ډېرولو ته لېوال کړي.
اپاتورای نه یوازې د عسکرو د ډېرولو خبره کوي، په وینا يې د ناټو له متحدینو به غواړي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغان عسکرو مالي ملاتړ هم وغځوي.
دا په داسې حال کې دی چې محمد اشرف غني پرلپسې د سولې اړوند څرګندونې کوي، خو د سولې د مقدماتې خبرو لپار هم د طالبانو لومړۍ غوښتنه دا ده چې د بهرنیانو د وتل مهالوېش ترتیب کړل شي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب عبدالله عبدالله برخه واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي