برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ملکیانو د تلفاتو له زیاتیدا اندیښنه

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما په یوه بیانیه کي وویل په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو حکومتی ځواکونواودداعش ترهګری ډلګی له لوري بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي.
یوناما په خپل راپور کی ویلي دی چې د جګړې ښیکلې غاړې د ملکي وګړو د تلفاتو لامل دي او له همدې امله یې د جګړې د درولو بېړنې غوښتنه کړې ده.
د یوناما د تازه راپور د لومړنیو معلوماتو له مخې طالبانو او بهرنیو ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو له امله د اپریل په میاشت کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو ښکارندویي کوي.
په راپور کې ویل شوي چې طالبان اپریل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي کسانو د تلفاتو مسؤل دي، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښکاره کوي.
یوناما د بهرنیو ځواکونو له لوري بریدونو کې هم ملکي کسانو ته د بې سارې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
راپور کې ویل شوي چې بهرنیو ځواکونو اپریل میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي