برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون

آریانانیوز: د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د دغه ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکو د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.


دغه لاريون د لېندۍ په ٩مه په داسې حال حې ترسره شو چې څو ورځې وړاندې په ګومل ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې اووه بې ګناه عام وګړي ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شول.
د بنګل په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملیاتو کې د بې ګناه وګړو د وژل کېدو تر څنګ څو کورونه هم ويجاړ شوي او یو شمېر موټرسایکل هم له منځه تللي دي.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې د دې پېښې عاملین دې ونيسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.
دوی چې مرګ پر امریکا او اسلام زنده اباد، شعارونه ورکول ادعا کوله چې امریکایانو په افغانستان کې د سولې مخه ډپ کړې او نه غواړي چې په هېواد کې سوله رامنځته شي.
د ادم خان په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل چې په يادو عملياتو کې ټول وژل شوي ملکي وګړي وو او که چېرې د دوی غږ وا نه ورېدل شي، نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايتي اداره نظر واخلي، خو له څه ويلو یې ډډه وکړه.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په پکتيا او هلمند ولايتونو کې هم ملکي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي