برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د مقاومت عالي شورا: له القاعدې سره د تړاو له امله پر طالبانو باید نور بندیزونه ولګول شي

د افغانستان د مقاومت عالي شورا چې مرکز یې په ترکیه کې دی، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د القاعدې د مشر د وژل کیدو په غبرګون کې پر طالبانو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.


د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا په یوه بیان کې ویلي چې د القاعدې د مشر وژل کېدل یو ځل بیا له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نږدېوالی او ژورتیا په ډاګه کړه.

دغې شورا ویلي دي چې په کابل کې د القاعدې د مشر مړینه دا حقیقت په ډاګه کوي چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته دغه هیواد د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل کړی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا ټینګار کړی، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي او فرصتونه له لاسه ورکړل شي، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو نور بندیزونه ولګوي څو دغه ډله د افغانانو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي