برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مشرانو د جرګې د مشر خبرداری

آریانانیوز: د مشرانود جرګې مشر د افغانستان په چارو کښې د امريکې استازي زلمی خليزاد ته له طالب ډلې سره د خبرواترو په لړ کښې د ځينو خبرو د پټونې په وجه خبرداری ورکړ.



فضل هادي مسلم يار وويل، په داسې صورت کښې خليزاد له طالب ډلې سره د خپلو خبرو اترو تفصيلات د افغانستان ولسي جرګې او د مشرانو جرګې ته وړاندې نه کړي نو په مقابل کښې به يې اودريږي.
د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر زياته کړه، افغان ولس حق لري چې له طالبانو سره د خليلزاد د خبرو اترو له تفصيلاتو باخبره وي.
د افغانستان د مشرانو د جرګې غړي عبدا… قُرلُق هم وويل، په قطر کښې له طالب ډلې سره په خبرو ترو کښې د افغان ولس ګټو ته بې پامي شوې ده.
په افغانستان کښې د صلحې لپاره د طالبانو او امريکې ترمېنځ تر اوسه زياتې خبرې اترې شوې دي، خو څه نتيجه يې نه ده لرلې. ټاکل شوې ده د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو اوم پړاو تر راتلونکې يوې هفتې پورې په قطر کښې جوړ شي
له طالب ډلې سره د خبرو اترو په اړه د ځينو چارو د پټونې په اړه د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي ته د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر خبردارے ښودنه کي چې د افغانستان د صلحې د بهير په اړه د سپينې ماڼۍ له غېر شفافه تګلارې سره په مخالفت کښې په افغانستان کښې يو ډول ملي اجماع رامنځته شوې ده.
له طالب ډلې سره د امريکې د بې نتيجې خبرو اترو شپږو پړاونو د ترسره کېدو باوجود سپينې ماڼۍ د خبرو اترود جزئياتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده. که څه هم په تېرو مياشتو کښې کابل ته د خليزاد له سفره وروسته د افغانستان ځينو رسنيو له طالب استازيو سره د هغه د ناستو د ځينو جزئياتو د وړاندې کولو خبر ورکړ خو دا اټکل کيږي چې د امريکې خاص استازي د خبرو اترو د زياتروبرخو اطلاع رسونه کړې ده.
په همدې وجه دي چې افغان حکومت د امريکې او طالبانو د خبرو اترو د روڼ والي غوښتنه کړې ده چې البته د افغانستان خلقو،د سياسي ډلو مشرانواو رسانه اي ټولنو داسې غوښتنه مطرح کړې ده.
د افغانستان د خلقو، حکومت او نورو حکومتي ادارو ترمېنځ دا اندېښنه موجوده ده چې د امريکې او طالب ډلې پټې خبرې اترې کېدې شي دغې ډلې ته د سپينې ماڼۍ د نمائنده لخوا د کابل د حکومت په نيابت د يو لړ امتيازاتو د ورکولو په وجه د افغانستان ملي امنيت او ګټې په خطر کښې پريوزي.
په افغانستان کښې دغه اندېښنه په خاصه توګه له طالب ډلې سره د خبرو اترو د شپږو پړاونو د تفصيلاتو په باره کښې زياته پېدا شوې ده.
زلمي خليزاد ته د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر دغه خبردارےکولې شي امريکې ته د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار حمد ا… محب د سفر د ممنوعيت په اړه د امريکې د حکومت د دريځ په اړه يو غبرګون وي.
د افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ په سياستونو د محب له سختې نيوکې او په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيلولوپه طرحې سره د کابل د حکومت د کمزوري کولو لپاره د واشنګټن د هلو ځلو په اړه د هغه له افشا کونکې وېنا وروسته د امريکې خارجه وزارت دغه هېواد ته د محب د سفر د ممنوعيت خبر ورکړ چې د کابل د حکومت قهر يې راوپاروۀ.
داسې ښکاري چې له طالب ډلې سره د خبرو اترو په باره کښې د خليلزاد د ځينو چارو د پټونې د نتائجو په اړه د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر خبردارے به د هغه ورته سياست په اړه چې سپينې ماڼۍ د حمدا… محب په باره کښې غوره کړے دے يو پېغام وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي