برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ماشومانو کوژده

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس مدینه او بلال احمد دواړه څلور کلن او پلرونه یې سره ورونه دي چې پرون یې په کندهار ښار کې د کوژدې مراسم جوړ شوي وو.



دې کوژدې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.
د بلال احمد مشر ورور میرزا ولي له سلام‌ وطندار سره په خبرو کې وویل، دا د دوی کورنی دود دی چې کوژدې او ودونه يې د کورنۍ مشرانو په خوښه کېږي.
میرزاولي زیاتوي، پلار او مور یې د ده کوژده هم په کوچنیوالي کې د ماما له لور سره کړې، خو تراوسه یې واده نه‌دی کړی او هیله‌مند دی چې راتلونکی ژوند به يې نېکمرغه وي.
میرزاولي وایي، د کورنۍ مشران، په تېره مور او پلار هېڅ وخت د اولادونو لپاره ناسمه پرېکړه نه کوي او تراوسه چې د دوی په کورنۍ کې کومه کوژده یا واده شوی، پایله یې مثبته ده.
خو په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر، مدني فعالان او د ښځو چارو ریاست دغه ډول کوژدې د قانون خلاف ګڼي او وايي، غه ډول پرېکړې نه یوازې قانوني، بلکې ډېرې کورنۍ او ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کوي.
د کندهار د ښځو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، د ژوند داسې تړونونه له اسلامي شریعت سره هم ځکه اړخ نه لګوي چې په نکاح کې «ایجاب او قبول» دوه مهم شرطونه دي چې هغه دلته تر پښو لاندې شوي دي؛ ځکه په وینا یې، دواړو خپل قانوني عمر نه‌دی پوره کړی او ماشومان په ایجاب او قبول نه پوهېږي.
د نوموړې په وینا، که یاد ماشومان ځوانان شي او سره خوښ نه وي؛ نو د طلاق موضوع رامنځته کېږي چې د دې ترڅنګ، ګڼې نورې ناوړه پایلې لري.
د مدینې او بلال تصویرونه له پرون راهیسې پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کېږي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د کم‌عمره ماشومانو دا ډول کوژدې غندلي او دا یې په ټولنه کې ناوړه دود بللی چې باید د مخنیوي لپاره یې کار وشي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي