برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لوګر په ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه دڅېړلی غوښتنه

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان حکومت ادارې دې لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه وڅېړي. د یاد وزارت په رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي موږ د لویې څارنوالۍ په ګډون له ټولو افغان ادارو هیله کوو، چې په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو خپاره شوي اندېښمنوونکي راپورونه دقیق وڅېړي او په تړاو یې قاطع اجرآت وکړي
بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه لوګر کې د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي.
ددې راپورونو خپرېدو بېلابېل غبرګونونه راوپارول، پوهنې وزارت په لومړیو کې یاد راپور په شدت رد کړ؛ خو وروسته یې د پېښې پلټلو لپاره یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.
د یاد راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنو رییس وتښتاوه او وروسته یې ورباندې داسې ويډیو ثبت کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط باله او له حکومت څخه یې د بښنې هیله لرله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي