برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځود حضور زیاتوالی

آریانانیوز: د لوړو زده کړو وزارت ویاند، فیصل امین:" لوړو زده وزارت د خپل ستراتیژیک پلان له مخې په ۱۳۹۷ مال کې د هیواد د لوړو زده کړو د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره اقدامات تر سره کړي دي.



دغه راز لوړو زده وزارت د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیا کتنې په برخه کې، ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیا کتنې په پلان کې شاملې کړې دي.
تر دې مهاله د دوو کلسترونو(حقوق او کرنې) بیا کتنه بشپړه شوې او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به د ۶۵ نورو کلسترونو بیا کتنه هم بشپړه شي.

فیصل امین: د روان مالي کال له پیله تر دې مهاله د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي بودجه څه باندې ۷۰ سلنه لګول شوې او تمه ده، چې د همدې کال تر پایه به دا کچه له ۹۰ سلنې څخه زیاته شي.
هغه وویل: د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز د هیواد په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو د ګمارنې لپاره هر اړخیزه طرحه چمتو شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو حضور زیات شي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ته وویل: ۱۵۹۰ تنه محصلین د مسلکي زده کړوه په موخه له هیواد څخه بهر استول شوي دي. دغه راز ۱۷۰ استادان په کور دننه د ماسټرۍ پروګرام کې شامل شوي، ۴۸۴ استادان او کارکوونکي د ماسټرۍ او ۳۸ نور د دکتورا په پروګرامونو کې بهر ته لېږل شوي دي.

شریک یي کړئ!