برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لور ورکولو په بهانه سرتېرو ته دام

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، یاد کس پر خپل جرم اعتراف کړی او هغه کسان چې د لور ورکولو په بهانه د ده له لوري کور ته بیول شوي وو، طالبانو یې سرونه پرې کړي دي.



یورش وايي، دغه کس پرون هغه مهال ونیول شو چې یو سرتېری یې په‌دې بهانه له ځانه سره کور ته بیوه چې ګواکې خپله لور ورکوي، خو هغه ته یې لور نه ورکوله، بلکې طالبانو ته یې سپاره.
د فاریاب د پولیسو ویاند وايي، حیات‌الله د طالبانو د جلب او جذب مسوول و او د نوموړي په وینا، له دې لارې یې په ښه توګه امنیتي ځواکونه تېر ایستل.
تراوسه د هغو امنیتي ځواکونو شمېر نه‌دی په ډاګه شوی چې د نوموړي د دوکې له کبله وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي